د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اېم کیو اېم پخوانی رهنما علي رضا عابدي ووژل شو


پراګ - د ډېسېمبر ۲۵مې پر شپې مهال په کراچۍ کې د متحده قامي موومېنټ پاکستان پخوانی رهنما او د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی سید علي رضا عابدي ووژل شو.

پولیس چارواکي وایي پېښه د کراچۍ په ډیفنس پېنځم فیز کې ناوخته هغه وخت شوې چې کمین نیولو وسله والو د علي رضا عابدي د کور سره نېزدې د هغه پر ګاډي وکړې.

نوموړی ژوبل شو او په روغتون کې مړ شو.

د مغربي کراچۍ د پولیسو مشر طارق داریجو د پېښې په ځای خبریالانو ته وویل:

"هغه درې، څلور مرمۍ لګېدلی. د پېښې په اړه پلټنې کوو. هغه په خپل ګاډي کې یوازې وو چې موټرسایکل سپرو وسله والو ورباندې ډزې وکړې."

علي رضا عابدي په کراچۍ کې د متحده قامي موومېنټ (اېم کیو اېم) له مخکښو مشرانو څخه وو، او د دې ګوند په ټېکېټ د ۲۰۰۸ز کال په ټاکنو د قامي اسمبلۍ څوکۍ ګټلې وه.

کله چې اېم کیو اېم ګوند تقسیم شو نو علي رضا عابدي له اېم کیو اېم پاکستان سره ملګری شو.

دی د ۲۰۱۸ز کال د جولای په ټاکنو کې هم له کراچۍ د قامۍ اسمبلۍ څوکۍ ته امیدوار وو، خو بریالی نه شو.

تر ټاکنو څه وخت وروسته عابدي د اېم کیو اېم پاکستان ګوند څخه هم استعفا ورکړه.

د اېم کیو اېم پاکستان پخواني مشر فاروق ستار شپې مهال رسنیو سره په خبرو کې د عابدي وژنه هدفي وبلله او له حکومته یې په دې کې د ککړو کسانو د نیولو غوښتنه وکړه.

"د هغه وژنه هدفي ده. دا ترهګري ده، زه له عمران خان،شهریار اپریدي او له مراد علي شاه تپوس کوم چې داسې نظام جوړ کړي چې د داسې پیښو مخه ونیسي."

علي رضا عابدي له اېم کیو اېم پاکستان ډلې څخه تر استعفا وروسته هم له سیاسته نه وو په شا شوی او اکثر وخت به یې د کراچۍ پر چارو، پر ټوېټر لیکنې کولې.

عابدي د واکمن تحریک انصاف له منتقدانو څخه یو وو.

د سیند صوبې اعلا وزیر د نوموړي د وژنې غندنه کړې.

سید مراد علي شاه له پولیسو څخه د پېښې د رپورټ ورکولو امر کړی.

په کراچۍ کې له اوږدې مودې راهیسې هدفي، ژبنۍ او فرقه ایزې نښتې روانې وې چې پکې زرګونه کسان وژل شوي ول.

د ۲۰۱۳ز کال په سېپټېمبر کې د پخواني وزیراعظم نوازشریف په حکم په هاغه ښار کې اپریشن پیل شوی، چې لا هم دوام لري.

دا عملیات پولیس او رېنجر ځواک کوي.

امنیتي چارواکي ادعا کوي چې په اپرېشن ک ې یې ګڼ هدفي وژونکي نیولي او د کراچۍ امن یې بحال کړی.

XS
SM
MD
LG