د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د امريکايي پوځ مشر له ولسمشر غني سره پر سولې غږېدلی'


د امریکايي پوځ مشر په کابل کې له ولسمشر غني سره د ليدو پر مهال
د امریکايي پوځ مشر په کابل کې له ولسمشر غني سره د ليدو پر مهال

د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر له څرګندونو وروسته د دغه هېواد د پوځ مشر د جنوري پر دريمه په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره وليدل. د افغان ولسمشر دفتر وايي چې په‌ دې کتنه کې د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې شوي دي.

ارګ وايي، د امریکا د پوځ مشر جنرال مارک مایلي د افغانستان د حکومت له مشرانو سره یوه ورځ وروسته تر هغه وکتل چې د امریکا ولسمشر د پخواني شوروي اتحاد پرضد د افغانانو د جهاد او په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه څرګندونې وکړې او د افغانستان د حکومت له غبرګون سره مخامخ شوې.

ارګ زياتوي، جنرال مارک مایلي او ورسره ملګري پلاوي د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا د ستراتیژۍ د "مثبت" اغېز، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې او پرځان د بسیا کېدو لپاره د افغانستان پر پلان خبرې وکړې.

افغان حکومت د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جنوري دويمې د څرګندونو په غبرګون کې بې له دې چې د امریکا د ولسمشر د نوم یادونه وکړي، ويلي، "د امریکا د رسمي پالیسۍ او د چارواکو د څرګندونو ترمنځ توپير شته چې له همدې کبله د امریکا له دوست حکومته د یو لړ څرګندونو په خاطر د ځینو پالیسیو د وضاحت په اړه د ډیپلوماټیکو مراجعو له لارې وضاحت غواړي او هیله لري چې په لنډ وخت کې به یې له دوی سره شریک کړي."

د ارګ په خبرپاڼه کې دې ته اشاره نه‌ ده شوې چې ایا ولسمشر غني او مارک مایلي د افغانستان په اړه د ولسمشر ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه څه ویلي او که نه دي.

ولسمشر ټرمپ د جنوري پر دويمه د خپلې کابينې غړو ته ويلي و چې په ۱۹۷۹م کال کې پر افغانستان د روسيې يرغل د ترهګرو خلاف و. یو شمېر افغان کارپوهانو هم د ولسمشر ټرمپ څرګندونې حیرانوونکي بللي دي.

د سیاسي چارو کارپوه انتظار خادم وايي چې ښاغلي ټرمپ د خپلو خبرو پر عواقبو فکر نه‌ دی کړی. د نوموړي په وینا په اوسني وخت کې د ټرمپ څرګندونې کېدای شي منفي اغېزې ولري.

بلخوا د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي وايي چې د ټرمپ له څرګندونو د ناټو او امریکا مخالفان ناوړه ګټه اخېستلای شي او د هغوی روحیه پیاوړې کولای شي.

XS
SM
MD
LG