د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: روسیه، هند او پاکستان دې افغانستان کې رول زیات کړي


امریکايي ولسمشر وايي، د سیمې هېوادونه دې د ترهګرۍ ضد په جګړه کې زیات فعال شي
امریکايي ولسمشر وايي، د سیمې هېوادونه دې د ترهګرۍ ضد په جګړه کې زیات فعال شي

پراګ - امریکايي ولسمشر د سیمې پر هېوادونو، په تېره، پر روسیې، پاکستان او هند غږ کړی چې په افغانستان کې دې د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې زیات رول ولوبوي.

ډونلډ ټرمپ د جنورۍ پر دویمه په واشنګټن کې د کابینې غونډې ته په خبرو کې ټینګار وکړ چې په ۱۹۸۰ز لسیزه کې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد مداخلې، له مالي پلوه شوروي دېوالیه کړ لړ اتحاد یې وپاشه.

د ټرمپ دا خبرې پر ټېلېوېژن خپرېدې چې پکې نوموړي په افغانستان کې د وسله‌ والو طالبانو او د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر وړاندې د جګړې په اړه وویل چې نور هېوادونه چې افغانستان ته نېږدې دي، باید په دغه جګړه کې زیاته ونډه واخلي:

"روسیه ولې هلته [په افغانستان کې] نه‌ ده؟ هند ولې هلته نه‌ شته؟ پاکستان ولې هلته نه‌ شته؟ ولې موږ ۶۰۰۰ میله لرې هلته یو؟ خو په هر صورت، موږ له خپلو خلکو سره مرسته کوو، له نورو هېوادونو سره مرسته کوو. هلته ترهګر دي، اکثره‌ یې طالبان او [د] داعش هغه دي. تاسو ته یو مثال درکوم، طالبان زموږ دښمنان دي، داعش زموږ دښمن دی. موږ په یوه سیمه کې یو چې څلور یا پېنځه اوونۍ مخکې مې له جنرالانو سره ورباندې خبرې کولې، هغوی ویل چې په‌ دې سیمه کې طالبان او د داعش وسله وال دواړه شته او دواړه له یوه بل سره جنګېږي. ما ورته وویل چې ولې یې نه‌ پرېږدئ چې په خپلو کې وجنګېږي، ولې باید موږ پکې مداخله وکړو؟"

ما جنرالانو ته ټولې هغه پیسې چې دوی یې غوښتنه کوله ورکړي، خو دوی په افغانستان کې کارونه ډېر ښه نه‌ دي ترسره کړي.
ډونلډ ټرمپ

ولسمشر ټرمپ په‌ دې اړه چې ایا له افغانستانه ځواکونه باسي او که نه، څه و نه‌ ویل، خو مخکې په رپورټونو کې راغلي ول چې هغه په پام کې لري له افغانستانه د ۱۴ زرو امریکایي سرتېرو نیمایي یې وباسي.

ټرمپ البته په افغانستان کې روانه جګړه بریالۍ و نه‌ بلله او و یې‌ ویل چې د جنرالانو غوښتنې یې منلي، خو په جګړه کې پرمختګ نه ښکاري:

"تاسو زموږ د جنرالانو خبرې کوئ، ما جنرالانو ته ټولې هغه پیسې چې دوی یې غوښتنه کوله ورکړي، خو دوی په افغانستان کې کارونه ډېر ښه نه‌ دي ترسره کړي. دوی په افغانستان کې ۱۹ کاله جګړه کوي. [د دفاع مستعفي وزیر جېمز] میټېس زما ډېر منندوی دی چې ۷۰۰ میلیارده ډالره مې ورته ومنل، خو میټېس ما ته څه وکړل؟ هغه ما ته په افغانستان کې څه وکړل؟ هېڅ ښه‌ یې نه‌ دي کړي، زه له هغه څه چې ده په افغانستان کې کړي، خوښ نه‌ یم."

ولسمشر ټرمپ همداراز، په خپلو خبرو کې د هند پر وزیراعظم نرېندرا مودي هم انتقاد وکړ.

ټرمپ وویل: "مودي تل را ته دا خبره کوي چې په افغانستان کې یې یو کتابتون جوړ کړی. پوهېږئ چې ارزښت‌ یې څومره دی؟ ارزښت‌ یې زموږ د پېنځو ساعتونو مصرف دی."

ټرمپ څرګنده نه‌ کړه چې دا کتابتون چېرې دی چې هند جوړ کړی، خو هند په افغانستان کې له ۲۰۰۱ز کال راهیسې د بیارغونې په برخه کې تر اوسه درې میلیارده یا اربه ډالره لګولي دي.

هند د ټرمپ څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو د پاکستان اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير وايي، که واشنګټن د اسلام اباد په ارزښت پوه شي نو د دواړو هېوادونو اړيکي ښه کېدای شي.

فواد چودري د جنورۍ پر درېیمه پر ټوېټر په بیان کې لیکلي، د پاکستان امن له افغانستان سره تړلی دی او د افغانستان په ثبات کې د امريکا کردار ډېر مهم دی.

نوموړي زياته کړی چې له امريکا سره ښه اړيکي د سيمې امنيت لپاره ارزښتناکه دي.

XS
SM
MD
LG