د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا کابینې راتلونکې غونډه په خیبر کې کېږي


ټاکل شوې چې د خیبر پښتونخوا د حکومتي کابینې راتلونکې غونډه په قبایلي خیبر ضلع کې وشي.

دا پرېکړه د جنورۍ د دویمې پر ماښام د اعلا وزیر محمود خان په مشرۍ د صوبايي کابینې په غونډه کې وشوه.

تر غونډې وروسته د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي مشال راډیو ته وویل، د دې اقدام موخه دا ده چې د قبایلو ولس پوه شي چې اوس په پښتونخوا ورګډ شوي او حکومت یې پرمختیا ته ځانګړی پام کوي.

دا به د ۲۰۱۸ز کال د مې په پای کې په خیبر پښتونخوا د قبایلو تر ورګډولو وروسته په هغو سیمو کې د کابینې لومړۍ غونډه وي.

خیبر له پېښور سره نښتې ولسوالي یا ضلع ده.

XS
SM
MD
LG