امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، له شامه یې د سرتېرو ایستلو نېټه لا نه ده اعلان کړې.
نوموړي د جنورۍ پر دویمه د کابینې غونډې پر مهال په خبرو کې وویل، تر یوه ځانګړي وخت وروسته به له شامه امریکايي سرتېري وباسي خو ټینګار یې وکړ چې غواړي د اسلامي دولت (داعش) ډلې ضد جنګېدونکي کورد جنګیالي وژغوري.
امریکا د کورد جنګیالیو ملاتړې ده.
د ۲۰۱۸ز کال په ډېسېمبر کې ټرمپ د خپلو لوړپوړو امنیتي سلاکارانو، د کانګرس غړو او د امریکا د متحدانو د مشورې برعکس له شامه د شاوخوا ۲۰۰۰ سرتېرو د ایستلو پلان اعلان کړ.
خو نوموړي د خبریالانو په موجودګۍ کې وویل چې کله یې هم له شامه د سرتېرو ایستلو په اړه د هغه څلور میاشتني مهالوېش خبره نه ده کړې چې رسنیو یې په اړه خبر ورکړی.