په روسیه کې په نړېدلې ودانۍ کې د وژلو شمېر ۲۶ ته رسېدلی.
د هېواد د بیړنیو چارو وزارت د جنورۍ درېیمې پر ماښام ویلي، له پېښې څه د پاسه ۴۸ ساعته (دوه ورځې) تېرې شوي، خو دوی لا هم د ژغورنې هڅو ته دوام ورکړی.
وزارت وايي، تر اوسه د پېنځو ماشومانو په ګډون د ۱۵ کسانو په لټه دي.
د ډېسېمبر پر ۳۱مه، د اورال له غرونو سره نېږدې په مګنېتاګورسک ښار کې په یوه ۱۰ پوړیزه ودانې کې چاودنه وشوه چې چې د بیړنیو چارو وزارت په وینا، ۴۸ کورونه یا اپارتمانونه یې زیانمن کړل.
روسي چارواکي وايي، داسې ښکاري چې چاودنه د ګیس وه.
چارواکو له دې زیات څه نه دي ویلي او د لامل په اړه یې پلټنو ته دوام ورکړی.