د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني کې یوه موټر چلوونکي پنځه کسان ټپيان کړي


په برلین کې د کرسمس بازار له بریده وروسته
په برلین کې د کرسمس بازار له بریده وروسته

په جرمني کې د نوي کال د خوشاليو پر مهال یو سړي خپل ګاډی پر لارویانو خېژولی او پینځه کسان يې ټپیان کړي دي.

د وېسټفیلیا سیمې د کورنیو چارو وزیر هربرټ رییول ویلي د دغه سړي له ارادې نه څرګنده وه چې بهرملکیان وژني.

دغه ۵۰ کلن سړي چې اوس نیول شوی په بوټروپ او ایسن ښارونو کې په څلورو ځایونو کې داسې خلک په نښه کړي چې بهر ملکیان ښکارېدل.

په ژوبل شویو کې د شام او افغانستان وګړي هم شامل دي.

چارواکیو دا یو هدفي برید بللی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG