د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ د کانګرس مشران سپينې مانۍ ته وربللي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کانګريس د دواړو خونو مشرانو ته د پولو د امنیت په اړه د معلوماتو لپاره سپينې ماڼۍ ته د ورتګ بلنه ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پر بجټ د اختلاف له کبله د امریکا حکومت په جزوي توګه تړل شوی دی.

د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د سپينې ماڼۍ چارواکیو ویلي چې نن به د کانګريس اتو غړیو ته د کورني امنیت د ادارې له خوا معلومات ورکول کېږي.

​دا لا روښانه نه ده چې ایا ولسمشر او د کانګريس غړي به پر بجټ د اختلافاتو ختمولو په اړه خبرې کوي او که نه.

دا معلومات په داسې وخت کې ورکول کېږي چې د جنورۍ پر درېمه د کانګريس غونډه پېلېږي.

د کانګريس په استازو جرګه کې ډیموکراټ ګوند اکثریت لري.

ولسمشر ټرمپ د امریکا او مېکسیکو پر پوله د دېوال درولو لپاره له کانګرسه پينځه اربه ډالر غواړي خو په کانګريس کې د ډیموکراټ ګوند غړيو تر ۱.۳ اربه ډالرو زياتو پيسو له ورکولو انکار کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG