د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکايي کانګریس د حکومتي ادارو جزوي بنديز ليرې کولو موافقې ته و نه رسېدی


داسې ښکاري چې کانګریس او سپینه ماڼۍ د نوي کال تر رخصتیانو مخکې د امریکايي حکومت د ځينو ادارو د جزوي بندېز ختمولو په اړه ناهیلې شوي دي.

د ډېسېمبر پر ۲۷مه په دې اړه د کانګریس دواړه ګوندونه ډیموکرېټ او ریپبلکن کومې موافقې ته و نه رسېدل.

پر دې معامله به د کانګریس بله غونډه د ډېسېمبر پر ۳۱مه کېږي.

د ډيموکرېټ او ریپبلکن ګوند د پارلمان غړي او ولسمشر ډونلډ ټرمپ داسې موافقې ته پر رسېدو هڅه کوي چې تر مخه یې د بنديز له کبله د اغېزمن شوي۲۰ فیصدي حکومتي کارونو لپاره فنډونه ورکول جاري وساتي خو ښايي دا موافقه د جنورۍ تر دریمې و نه شي.

په راتلونکي کال ۲۰۱۹م کې به د امریکا د استازو جرګې چارې د ډیموکرېټ ګوند په کنټرول کې وي او په سېنېټ کې به ریپبلکن ګوند د مخکې په شان په اکثریت کې پاتې وي.

د امریکا حکومتي جزوي بندېز د دسمبر پر۲۳مه تر هغې وروسته ولګېدی کله چې د بجټ زیاتولو په اړه د سپینې ماڼۍ او کانګریس تر منځ موافقه و نه شوه.

ولسمشر ټرمپ غواړي له میکسکو سره پر پوله په دېوال جوړولو پنځه اربه ډالره ولګوي خو په سېنېټ کې د ډیموکرېټ ګوند غړي ورسره موافق نه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG