د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ قبایلي سیمو لپاره د عدالتي نظام فیصله محفوظه ساتلې


د قبایلي سیمو نقشه.
د قبایلي سیمو نقشه.

د پاکستان سپریم کورټ قبایلي ضلعو ته د عدالتي نظام غځولو په اړه د خېبر پښتونخوا د حکومت پر درخواست خپله فیصله محفوظه ساتلې ده.

د جنورۍ پر لومړۍ نېټه له مشال راډیو سره په خبرو کې د اطلاعاتو صوبايي وزیر شوکت یوسفزي وویل سپریم کورټ ته يې خواست کړی و چې قبایلي ضلعو کې دې د عدالتي نظام جوړولو لپاره اته میاشتې وخت ورکړي.

دا له هغه وروسته ده چې د تیر ۲۰۱۸م کال د مې پر ۳۰مه نېټه د پاکستان په ايين کې تر ۲۵م ترميم وروسته فاټا په خېبر پښتونخوا صوبه ورګډه کړل شوه او له دې سيمو د فرنټيېر کرايمز رېګولېشن (اېف سي ار) په نامه څه باندې يوه پېړۍ زوړ قانون ختم کړل شو او پر ځای يې د فاټا انټېرم ګورننس رېګولېشن په نامه د حکومتدارۍ يو عبوري قانون نافذ کړل شو.

پېښور های کورټ په قبایلي سیمو کې دغه عبوري قانون غېر ایيني ګرځولی دی.

شوکت يوسفزی وايي صوبايي حکومت د نور هېواد په شان عدالتي نظام تر غځولو وړاندې په دغه لاره کې ځينې ستونزې هوارول غواړي.

XS
SM
MD
LG