د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن به نړۍ کې ۳۹۵۰۰۰ ماشومان وزېږي: ملګري ملتونه


روسيه کې نوي زوکړي ماشومان
روسيه کې نوي زوکړي ماشومان

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادراې یونېسېف اټکل کړی چې نن د ۲۰۱۹م کال په لومړۍ ورځ به په ټوله نړۍ کې ۳۹۵۰۰۰ ماشومان وزېږي.

دې ادارې پرون ماښام په يوه خبرپاڼه کې وويل چې تر ټولو زيات ماشومان به په هند کې زېږي چې شمېر يې ۶۹۹۴۴ دی. د خبرپاڼې تر مخه به په پاکستان کې ۱۵۱۱۲ او په افغانستان کې به ۳۲۲۷ ماشومان نړۍ ته راشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG