د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر په ننګرهار کې د کوکنار د کښت د مخنيوي په موخه پروژې پرانیستې.
په دې اړه د ډېسېمبر پر ۳۱مه د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې غونډه وشوه چې پکې لوړ پوړو حکومتي چارواکو او د بېلا بېلو ولسوالیو کروندګرو برخه لرله.
په غونډه کې کروندګرو وویل چې که حکومت ورسره مرستې وکړي نو کوکنار به نه کري.
په غونډه کې موجود د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني ژمنه وکړه چې د کوکنارو نه کرلو په بدل کې به د کرنې په برخه کې نوې پروژې پرانیزي.
ننګرهار د افغانستان یو له هغه ولایتونو څخه دی چې کوکنار پکې کرل کېږي.
په هغه ولایت کې تېر کال په څه باندې ۱۸زره هیکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي و.