د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا حکومت قبایلي ضلعو ته لس کروړه روپۍ پور ورکړی


پراګ - د خېبر پښتونخوا حکومت د قبايلي ضلعو د پرمختګ لپاره د ۱۰۰ ميليونه روپيو د پور ورکولو اعلان کړی دی. دا اعلان صوبايي حکومت د نومبر پر ۲۷مه تر هغه وروسته وکړ کله چې په خېبر پښتونخوا کې د فاټا تر ضم کېدو وروسته د قبايلي سيمو لپاره پرمختيايي فنډ له منځه يووړل شو.

دا له هغه وروسته ده چې د روان ۲۰۱۸م کال د مې پر ۳۰مه نېټه د پاکستان په ايين کې تر ۲۵م ترميم وروسته فاټا په خېبر پښتونخوا صوبه ورګډه کړل شوه او له دې سيمو د فرنټيېر کرايمز رېګولېشن (اېف سي ار) په نامه څه باندې يوه پېړۍ زوړ قانون ختم کړل شو او پر ځای يې د فاټا انټېرم ګورننس رېګولېشن په نامه د حکومتدارۍ يو عبوري قانون نافذ کړل شو.

د صوبايي حکومت په خبرپاڼه کې ويل شوي چې دا پیسې به بېرته له هغه وروسته صوبايي حکومت ته ورکول کېږي کله چې د پاکستان وفاقي حکومت د قبايلي سيمو پرمختيايي فنډ بحال کړي.

د خبرپاڼې له مخې په ۱۰۰ ميليونه روپيو کې به کورمې ته ۲۰ ميليونه روپۍ، مومند ته ۱۸ ميليونه، اورکزيو ته ۱۷ ميليونه، شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان ته ۱۵، ۱۵ مليونه، باجوړ ته ۱۰ مليونه او خېبر ته به پنځه ميليونه روپۍ ورکول کېږي.

دا روپۍ به د هرې قبايلي ضلعې کمشنر ته ورکول کېږي او هغه به يې له اړتيا سره سم په خپله سيمه کې پر پرمختيايي کارونو لګوي.

د قبايلي سيمې يو وکيل کريم مسود وايي چې مخکې به فاټا ته هر کال څه باندې ۲۴ اربه روپۍ ورکول کېدلې چې هغه به هم سمې نه لګېدلې خو اوس دا اعلان کړي پيسې د فاټا لپاره د يوې پلۍ هومره ښکاري.

''د قبايلو کور ړنګ دی، حجره يې ړنګه ده، جومات يې ړنګ دی، سکول نشته، کالج نشته، نو دا خو دومره لږې روپۍ دي، که يې دوی ته ورکړې هم، نو سرکار په قبايلو کې دومره زيات کرپشن کوي چې د هغه فنډ پنځمه او ۱۰مه برخه هم قبايلو ته نه رسېږي.''

بلخوا د فاټا سېنېټر اورنګزېب خان وايي چې قبايلي ضلعو ته بايد د وفاقي حکومت له ژمنې سره سم هر کال ۱۰۰ اربه روپۍ ورکړل شي.

''تر څو پورې چې فاټا ته د قامي مالياتي کميسيون [اېن اېف سي اېوارډ] درې فيصده برخه ورنکړي او د کال پر سر ۱۰۰ اربه روپۍ ورنکړي نو د فاټا پرمختګ ډېر ګران ښکاري. زموږ د فاټا د ټولو پارليماني استازو غوښتنه هم دا ده چې فاټا ته دې دغه پيسې ورکړل شي ځکه دا سيمه ډېره شاتې پاتې ده.''

خو کريم مسود وايي چې فاټا ته بايد په لومړي سر کې سياسي حقوق او د خېبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې استازيتوب ورکړل شي تر څو هغوی د خپل حق پوښتنه وکړای شي.

''چې تر پورې موږ ته ياسي واک نه وي راکړل شوی نو دا فنډونه به ټول عبث روان وي. زما په فکر په اېن اېف سي اېوارډ کې قبايلو ته د درې فيصده برخې ورکولو پر سر هم جنجال روان دی ځکه د دې کار لپاره بايد په ۱۸م اييني ترميم کې بدلون وکړل شي خو قام پرسته سياسي ګوندونه پر ۱۸م اييني بدلون هيڅ ډول معاملې ته تيار نه دي.''

د پاکستان حکومت د روان ۲۰۱۸م کال د اکتوبر پر ۱۸مه اعلان کړی و چې فاټا ته به د قامي مالياتي کميسيون له پيسو څخه درې سلنه برخه ورکوي. د صوبايي حکومت وياند اجمل وزير د اکتوبر پر ۲۷مه مشال راډيو ته ويلي و چې په دې لړ کې به قبايلي ضلعو ته هر کال ۱۰۰ اربه ۳۸ کروړه روپۍ د ۱۰ کلونو لپاره ورکول کېږي او دا پيسې به په قامي مالياتي اېوارډ کې د صوبو له برخې راګرځول کېږي.

اوسمهال په پاکستان کې د قامي مالياتي اېوارډ ۴۲.۵ سلنه پيسې وفاقي حکومت وړي او په پاتې ۵۷.۵ سلنه پيسو کې ۵۱.۷۴ پنجاب،.۵۵ سيند، ۱۴.۶۲ خېبرپښتونخوا او ۹.۰۹ بلوچستان صوبې ته ورکول کېږي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG