د لاسرسي ځای

تازه خبر

'قبايلي سيمو کې به د ۲۰۱۹م له جون مخکې انتخابات کېږي'


د پاکستان د قبايلي سيمو نقشه
د پاکستان د قبايلي سيمو نقشه

پراګ - د پاکستان وفاقي کابینې د ۲۰۱۹م کال تر جون مياشتې مخکې د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ انتخاباتو کولو او په شمالي وزیرستان کې ژر د موبایل ټليفون اسانتيا بحالولو پرېکړه کړې ده.

د ډېسېمبر پر ۲۷مه په اسلام اباد کې د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ غونډه کې تر دې پرېکړې وروسته د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري وویل په دې ګام سره به قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا کې د ورګډولو په لړ کې یو مهم پړاو بشپړ شي.

"د کابينې په غونډه کې يوه تاريخي پريکړه شوې چې د جون مياشتې مخکې به په قبايلي سيمو کې د صوبايي اسمبلۍ انتخابات کيږي. هم له دې سره به د وزيراعظم عمران خان دا خواهش پوره شي چې قبايلو ته دې قانوني او اييني حقونه ترلاسه شي."

خو د قبايلي ضلعو د وکيلانو د اتحاديې مشر اعجاز مومند او د قبايلي ضلعو د ځوانانو غورځنګ مشر ارشد اپريدي څو ورځې مخکې مشال راډيو ته ويلي وو چې حکومت د روان ۲۰۱۸م کال په اکتوبر مياشت کې په قبايلي ضلعو کې د بلدياتي انتخاباتو کولو ژمنه پوره نکړه نو ځکه دوی تمه نلري چې حکومت به راتلونکې کال دلته صوبايي انتخابات وکړي.

فواد چودري پرون دا هم وويل چې وفاقي کابينې په شمالي وزيرستان کې د موبايل ټليفون اسانتيا بحالولو پريکړه کړې.

"وزيراعظم عمران خان دا احکامات هم جاري کړي چې په شمالي وزيرستان کې دې موبايل ټليفون فعاله کړل شي. پاکستان موبايل کميونيکېشن لمېټېډ او پاکستان مواصلاتو ادارې يو تړون لاسليک کړی دی. له دې وروسته به په شمالي وزيرستان کې موبايل ټليفون کار پېل کړي."

فواد چودري کره نېټه ونه ښوده خو ياده دې وي چې د قبايلي ضلعو په يو شمېر برخو کې له ډېر وخت راهيسې انټرنېټ او موبايل سروس کار نه کوي او چارواکي وايي چې د امنيتي انديښنو له وجې يې دلته انټرنېټ او موبايل سروس غېرفعاله کړی دی.

خو د سیمې ولس وايي چې حکومت ادعا کوي چې دغه سيمې يې له وسله والو پاکې کړي او امنيت پرځای شوی دی.

XS
SM
MD
LG