د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه وايي یو امریکايي وګړی یې د جاسوسۍ په تور نیولی


روسیه وایي، یو امریکایي وګړی یې د جاسوسۍ په تور نیولی دی.

د روس دولتي خبري ادارې تاس د ډېسېمبر پر ۳۱مه د استخباراتي ادارې اېف اېس بي د چارواکو له خولې ویلي، دا کس د ډېسېمبر پر ۲۸مه نیول شوی او ورڅخه پلټنې روانې دي.

اژانس وایي، که پر نیولي تن تور ثابت شو نو هغه ته له ۱۰ تر ۲۰ کلونو پورې د قید سزا اورول کېدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې روسي ولسمشر ولادمیر پوتین د نوي کال په مناسبت خپل امریکايي سیال ډونلډ ټرمپ ته په استولي لیک کې ویلي، ورسره خبرو ته تیار دی.

په شام او ختیځ اوکراین کې د روانو حالاتو او جګړو له کبله د روسیې او امریکا تعلقات خړ، پړ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG