د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنګلادېش انتخابات؛ تاوتریخوالي کې یو شمېر کسان وژل شوي


پولیس وايي په بېلا بېلو سیمو کې د تاوتریخوالي پېښې او نښتې شوې دي
پولیس وايي په بېلا بېلو سیمو کې د تاوتریخوالي پېښې او نښتې شوې دي

پراګ - په بنګلادېش کې د ډېسېمبر پر ۳۰مه د ټولټاکنو پر مهال د تاوتریخوالي پېښې او نښتې شوې دي چې پکې د اژانسونو په وینا تر ۱۰ پورې کسان وژل شوي.

اسوشي اېټېډ پرېس او د فرانسې خبري اژانسونه لیکي، پولیسو ورته ویلي چې د تاوتریخوالي پر مهال درې کسان د پولیسو په ډزو او شپږ نور د واکمن عوامي لیګ او د اپوزیشن بنګلادېش ملتپاله ګوند د ملاتړو په نښتو کې وژل شوي.

چارواکي وايي، د اپوزیشن ګوند په برید کې یو پولیس سرتېری هم وژل شوی دی.

رپورټونه وايي، د بنګلادېش میلیونونه وګړي د یکشنبې یا اتوار پر ورځ خپلې رایې کاروي چې ورسره به نوی پارلېمان منتخب شي.

هلته د فرانسې خبري اژانس خبر ورکړی چې حکومت په هېواد کې د جمنا په نوم د ټېلېوېژن خپرونې هم بندې کړې دي.

د دې ټېلېوېژن د خبرونو مدیر یا اېډېټر وايي، خپرونې یې روانې دي خو په بنګلادېش کې یې هېڅوک نشي لیدلای.

په بنګلادېش کې انتخابات پر داسې مهال کېږي چې د شاوخوا یو کال په موده کې د وزیراعظمې شیخ حسینې واجد حکومت پر برېښنايي او ټولنیزو رسنیو د قانون له لارې فشار زیات کړی دی.

نوموړې له ۲۰۰۹ز کال راهیسې واکمنه ده او په څلورم ځل د بریا په تکل ده.

د بنګلادېش انتخابات، سیاست او بحرانونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:38 0:00

رویټرز خبري اژانس لیکي، د اپوزیشن له ۴۰ زیاتو نوماندانو د درغلیو او ټګیو تور له پورې کولو سره، د بنګلادېش له انتخاباتي عمله پرېکون اعلان کړی دی.

ځايي رسنۍ وايي، د اپوزیشن بنګلادېش ملتپاله ګوند شاوخوا ۲۸۷ نوماندانو د اپوزیشن له لوري په انتخاباتو کې د برخې اخیستو پرېکړه کړې وه خو اوس یې ځېنې له عمله وتلي دي.

د هېواد انتخاباتي کمېشن رویټرز اژانس ته ویلي دي چې د درغلیو تورونه څېړي.

رویټرز خبري اژانس د یوه خبریال په ګډون د درو کسانو په حواله ویلي دي چې ځېنې خلک له ووټ اچولو منع شوي دي.

دې خبریال د نوم نه ښودو په شرط ویلي چې د عوامي لیګ پلویانو د هېواد په دویم لوی ښار چټاګانګ کې رایې کارولو ته پرېنښود.

خو واکمن ګوند وايي، اپوزیشن د درواغو تورونه پورې کوي.

نظر پوښتنې ښيي چې مېرمن واجد ښايي بل ځل هم بریا تر لاسه کړي خو له رپورټونو سره سم، د نوموړې واکمني لانجمنه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG