د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونه به په بشپړ قوت پر دښمن عمليات کوي: اسدالله خالد


د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد.

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، د دولت د وسله والو مخالفینو پر ضد به تهاجمي حملې زیاتې شي.

اسدالله خالد د دفاع د سرپرست وزیر په توګه د ده د معرفي کېدو په مراسمو کې وویل، افغانستان ته خدمت او د دندې په ښه توګه ترسره کول ورته مهم دي او په دې لاره کې به هېڅ هڅه ونه سپموي.

خالد وویل، سوله يې په لومړيتوبونه کې ده خو څوک چې سوله نه غواړي، وبه ځپل شي.

"موږ چې په دفاعي حالت کې یو، ترې وځو او باید په دې اړه فکر وکړو چې د دښمن پټو ځایونو ته ورشو، د عمل نوښت باید په خپل لاس کې ونیسو."

​خالد په دفاع وزارت کې پر اصلاحاتو هم ټنیګار وکړ او ويې ویل، ملي یووالی ورته اهمیت لري، هر څوک دې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي او د قوم له نامه دې ناوړه ګټه نه پورته کوي.

​د دفاع سرپرست وزیر وویل، د جبهې په لومړۍ کرښه کې به ملي اردو نوره هم سمباله او ملاتړ به یې وشي.

ده دا هم وویل، هغه سرتېري چې د جګړې په ډګر کې ټپي کېږي، په بیړه به ورته رسېدنه وشي.

په دغو مراسمو کې د دفاع پخواني وزیر طارق شاه بهرامي هم خبرې وکړې او د امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې او سرښندنې یې وستايلې.

​اسدالله خالد او امرالله صالح تېره اوونۍ د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د سرپرستانو په توګه وګمارل.

خالد او صالح چې د پاکستان ضد څېرو په توګه هم پېژندل شوي، له ولسي جرګې د باور تر لاسه کولو ته اړتیا لري.

خو د ولسي جرګې ځینو غړيو مخکې له دې چې دغه دوه څېرې د باور د رایو اخیستلو په هدف ور وپېژندل شي، د ولسمشر دا اقدام غوره ګڼلی او هیله یې ښودلې چې دوی به وتوانېږي چې د افغانستان په دفاعي او امنیتي برخو کې ښه کار وکړي.

راپور: خان محمد سیند

تبصرې وګورئ (۱)

دا فورم بندشوی \ دبحث داخونه بنده شوې
XS
SM
MD
LG