کابل - افغان ولسمشر محمد اشرف غني اسد الله خالد د افغانستان د دفاع او امر الله صالح د کورنیو چارو وزیرانو په توګه نومولي.
د ډېسېمبر پر ۲۳مه، د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې په پارلېماني چارو کې د دولت وزیر ته دنده سپارل شوې چې خالد او صالح د باور رایو اخیستنې لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژني.
اسد الله خالد او امر الله صالح دواړو په تېر حکومت کې د ملي امنیت د رییسانو په توګه دنده پرمخ وړې او په امنیتي برخه کې پراخه تجربه لري.
صالح په تېرو کلونو کې د اشرف غني د حکومت منتقد هم پاتې شوی دی.
د ارګ په اعلامیه کې د دفاع د پخواني وزیر طارق شاه بهرامي او د کورنیو چارو د پخواني وزیر ویس احمد برمک د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.
افغان ولسمشر پر داسې مهال دواړه کسان مهمو امنیتي وزارتونو ته نوماند کړي چې د ډېسېمبر له پیل راهیسې تر ۲۰مې نېټې پورې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سیمې په سفر وو او د طالب استازو په ګډون یې د یو شمېر هېوادونو له چارواکو سره خبرې وکړې.
په دې لړ کې وروستۍ غونډې په ابوظبۍ کې شوې وې چې ورته افغان حکومتي پلاوی هم ورغلی وو خو طالب استازو ورسره و نه لیدل.
په عین وخت کې د ډېسېمبر پر ۲۱مې امریکايي رسنیو خبر ورکړ چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې له خپلو ۱۴ زره سرتېرو څخه د نیمايي هغو د ایستلو پرېکړه کړې.