د لاسرسي ځای

تازه خبر

اشرف غني وايي هېواد یې له ورانوونکې جګړې سره مخامخ دی

ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ کې د وینا پر مهال
ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ کې د وینا پر مهال

کابل - افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، تر هغې چې سولې ته رسېږي، هېواد یې له ورانوونکې او تپل شوې جګړې سره مخامخ دی چې رهبري او مدیریت‌یې قاطعیت او تدبیر غواړي.

نوموړي د ډېسېمبر پر ۲۵مه، په ارګ کې امرالله صالح د کورنیو چارو د سرپرست وزیر او اسدالله خالد د دفاع وزارت د سرپرست وزیر په توګه د ورپېژندو غونډې ته وینا وکړه.

ولسمشر غني وویل:

"جناب خالد صاحب او جناب صالح صاحب د دې نظام له تکړه او ځوانو کدرونو څخه دي، لوړه ملي روحیه لري. د سیاسي اختلافاتو د بیانولو تر څنګ له موږ سره تل په ملي مسلو کې همکار وو. دواړه د رهبرۍ متفاوت مشخصات او روښانه لیدلوری لري. د هېواد په‌ دې حساسو شرایطو کې د دوی له استخباراتي تجربو ګټه اخیستل یوه ملي اړتیا ده او په همدې خاطر پرېکړه وشوه چې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو کې د اصلاحاتو د بهیر په مخ وړلو کې د هېواد د دې دوو فعالو نظامي او استخباراتي کدرونو له تجربو او انرژۍ کار واخیستل شي​."

ولسمشر غني، اجراییه رییس عبدالله عبدالله او یو شمېر نور چارواکي غونډې ته ورغلي ول
ولسمشر غني، اجراییه رییس عبدالله عبدالله او یو شمېر نور چارواکي غونډې ته ورغلي ول

ولسمشر غني په خپله وینا کې سره له دې چې سولې ته‌ یې د خپل حکومت پر تعهد ټینګار وکړ، خو ویې‌ ویل تر هغې چې سولې ته رسېږي، افغانستان له یوه ورانوونکي او تحمیلي جنګ سره مخامخ دی.

ولسمشر غني ټینګار وکړ چې د سولې لپاره کار کوي، خو جګړه هم ترې قاطعیت او مدیریت غواړي.

نوموړي د نړیوالې ټولنې د ملاتړ په اړه وویل، افغانستان د ترهګرۍ ضد جګړې لومړۍ کرښه کې دی.

د ده په وینا د دوی او نړیوالې ټولنې اړیکي محکم اساس لري.

د غني په خبره، کېدای شي شرایطو ته په پام ځېنې واړه بدلونونه راشي، خو افغانستان له نړیوالې ټولنې سره شریکې ګټې لري او د قانون او هغو اصولو پر بنسټ دا روابط تنظیم شوي چې د افغانستان د خلکو او ملي شورا له‌ خوا تصویب شوي.

ولسمشر غني د نړیوالې ټولنې په ملاتړ ډاډ څرګند کړ، خو دا یې هم وویل چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه نور د دې وړتیا لري څو په خپلواکه توګه د خپلې خاورې دفاع وکړي.

ولسمشر غني وویل، سولې ته رسېدل یوه پېچلې پروسه ده چې په وینا یې دا پېچلتیا د ابوظبي په غونډو کې مشاهده شوه.

د ډېسېمبر پر ۱۷مه، په ابوظبۍ کې د طالبانو پلاوي د امریکا، پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له پلاوو سره لیدنې وکړې، خو د افغانستان د سولې له پلاوي سره‌ یې له خبرو کولو ډډه وکړه.

بلخوا د کورنیو چارو سرپرست وزیر امرالله صالح وویل، پر دې سربېره چې د ملي وحدت حکومت له منتقدانو یو وو، د ولسمشر غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله مننه کوي چې پر ده یې اعتماد وکړ.

نوموړي په امنیتي برخه کې په شتو ستونزو په ځانګړې توګه د پولیسو په ستونزو خبرې وکړې.

د افغانستان د کورنیو چارو نوی سرپرست وزیر امرالله صالح په ارګ کې د وینا په حال کې
د افغانستان د کورنیو چارو نوی سرپرست وزیر امرالله صالح په ارګ کې د وینا په حال کې

نوموړي زیاته کړه:

"پر پولیسو د تشکیلاتو له‌ منځه او د بانفوذه قشر له‌ خوا تهاجم شوی. د وهلو ډبلو تر حده ناسم چلند ورسره شوی. دا قانون ماتوونکی چلند د دې سبب شوی چې په ځېنو مواردو کې خلک فکر کوي چې پولیس عاجز او ناتوانه ځواک دی."

امرالله صالح ټینګار وکړ چې په ټولنه کې به د پولیسو او امنیتي ځواکونو مؤقف او ځای ثابت کړي او د ټپي شویو او وژل شویو پولیس سرتېرو درناوی به رواج کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو نوي سرپرست وزیر ښاغلي صالح وویل، هڅه به وکړي چې د ناهیلۍ او په ټپه درېدلي حالت روایت مات او په هیله‌مندۍ او بریالیتوب‌یې بدل کړي.

XS
SM
MD
LG