خېبر دکانداران: حکومت دې د باړې بازار په بيا بحالۍ کې مرسته وکړي
د خېبر قبایلي ضلعې د باړې بازار یوه لویه برخه خواوشاه ۱۲ کاله وروسته بیا اباده شوې ده چې پکې ګڼ شمېر هغه دوکانونه بیا اباد کړل شول چې د وسلوالو خلاف په پوځي عملیاتو او د ناامنۍ په پېښو کې تباه شوي ول. دوکانداران غوښتنه کوي چې حکومت دې له دوی سره د بیا بحالۍ په عمل کې مرسته وکړي او له افغانستان سره دې د سوداګرۍ لارې هم خلاصې کړي.