د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییل او برازیل ستراتیژیکي همکارۍ پراخوي


د اسراییل وزیر اعظم بینیامین نیتنیاهو.

د اسراییل وزیراعظم بینیامین نتنیاهو او د برازیل ښې اړخې راتلونکي ولسمشر جېیر بولسونارو ویلي د اقتصاد، ټیکنالوجي او پوځي اړیکو د پراخولو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړيکو پر جوړولو سلا شوي دي.

د ډېسېمبر پر ۲۸مه د دواړو مشرانو ترمنځ په خبرو کې ولسمشر بولسونارو د خپل هغه پخواني دریځ په اړه څه ونه ویل چې ګنې دی به د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په شان په اسراییل کې د خپل هېواد سفارت خانه بېت المقدس ته انتقالوي.

د امریکایي ولسمشر د هغې فېصلې چې بېت المقدس يې د اسراییلو د پلازمینې په توګه وپېژانده، په اروپا کې يې د امریکایي اتحادیانو په ګډون په ټوله نړۍ کې مخالفت راوپاراوه.

فلسطینیان غواړي چې مشرقي بېت المقدس د دوی د راتلونکي هېواد مرکز وي. بلخوا اسراییلو مشرقي بېت المقدس له ځان سره يو ځای کړ او دغه ټول ښار یې خپل مرکز جوړ کړ، خو نړیوالو لا هم د اسراییلو دغه اقدام نه دی منلی.

نتنیاهو د اسراییل لومړی وزیراعظم دی چې برازیل ته سفر کوي.

نتنیاهو به په برازیل کې د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ تر لومړۍ نېټې پورې وي او د نوي منتخب شوي ولسمشر بولسونارو د ولسمشر جوړېدو په مراسمو کې به هم ګډون کوي.

بولسونارو پخوانی پوځي چارواکی دی او د ۲۰۱۸م کال په اکتوبر کې یې د ولسمشرۍ انتخابات وګټل.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG