د لاسرسي ځای

تازه خبر

نتنیاهو: ایران دې اسرایل نه ازمويي


د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو
د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو

د اسرایل وزیراعظم بینیامین نتنیاهو ایران ته خبرداری ورکړی چې د اسرایلو امتحان دې نه اخلي.

د چارشنبې په ورځ په بیت المقدس کې د یهودیانو د عام وژنې د ورځې په مناسبت یوې غونډې ته د وینا په وخت نیتن یاهو د ایران موازنه له نازیانو سره وکړه او زیاته يې کړه ایران دې د اسرایل د ریاست کلکې ارادې امتحان نه اخلي.هغه وویل دا تشې خبري نه دي.

د اسرایل وزیراعظم دا خبرې دوه ورځې وروسته د شامي ځواکونو په یو مرکز د هغه هوايي برید وروسته کړې دي چې ایران او شام يې تور په اسرایل پوری کړی دی.

په دې برید کې ۱۴ حکومت پلوه جنګیالي او ۷ ایراني سرتیري وژل شوي وو.

له برید وروسته ایران ویلي وو چې بدل به اخلي. له دې وروسته اسرایل خپل ځواکونه په تیار حال کې ساتلي دي.


XS
SM
MD
LG