د سوات عبدالله ته د شاه رخ او کاجل لیدل په زندان تمام شول
د خیبر پښتونخوا د سوات ۲۱ کلن ځوان عبدالله د هندي فلمونو د دوو نامتو ستورو شاه رخ خان او کاجل د ليدو لپاره هند ته تللی و. د خان او کاجل د ليدو ارمان يې پوره نه شو خو ۱۹میاشتې يې د هند په زندان کې تيرې کړې. نوموړی سوات ته ستون شوی خو بيا هم غواړي چې هند ته د هغوی ليدو ته ورشي. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیويي رپورټ وګورئ.