د افغانستان د لوی څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي د ډېسېمبر پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې پر کرام الدين کريم سربېره د فيډراسيون څلور نور غړي هم ممنوع الخروج اعلان شوي دي.
دا ګام تر هغه وروسته پورته کړل شوی چې دا په وروستيو کې د افغان نجونو د فوټبال لوبډلې ځېنو غړيو د فوټبال فيډراسيون څو چارواکي په جنسي ځورونه تورن کړي ول.
په دې لړ کې لومړی بريتانوۍ ورځپاڼې ګارډين تېره مياشت راپور خپور کړى و.
همدغې ورځپاڼې د ډېسېمبر پر ۲۷مه بيا په خپل راپور کې د هغو نجونو تازه بيانونه خپاره کړل چې د دوی په وينا په جنسي توګه ځورول شوي وې او يا هم جنسي تېری پر شوی و.
که څه هم د افغانستان د فټبال فيډراسيون چارواکو پر ځانونو لګېدلي تورونه رد کړي دي خو لويه څارنوالي وايي چې د کورنيو چارو وزارت ترڅنګ د دوی يوې کمېټې هم د شويو ادعاوو په اړه څېړنې پېل کړې دي.