د لاسرسي ځای

تازه خبر

پيپلز ګوند پر اصف علي زرداري لګېدلي تورونه رد کړل


اصف علي زرداري د درغلېوو په مقدمو کې د دسمبر په يووېشتمه په کراچۍ کې عدالت ته حاضر شوی وو
اصف علي زرداري د درغلېوو په مقدمو کې د دسمبر په يووېشتمه په کراچۍ کې عدالت ته حاضر شوی وو

د پاکستان اپوزېشن ګوند، پيپلز پارټۍ سپريم کورټ ته د تحقيقاتي ډلې يا جی، آی، ټي هغه رپورټ پر تعصب ولاړ بللی چې پکې د دې ګوند پر شريک مشر او پخواني ولسمشر آصف علي زرداري د تورو پېسو مينځلو يا مني لانډرينګ تور پورې شوی دی.

د دې ګوند يوې مشرې، شېري رحمان د دسمبر په څلورويشتمه په قامي اسمبلۍ کې وويل چې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف حکومت پر اپوزېشن سياستوالو فشار اچولو لپاره دغسې تورونه لګوي. هغې وويل چې پر مشر يې لګېدلي تورونه بې بنياد دي.

په کراچۍ کې يو عدالت د دسمبر په ۲۱مه د مني لانډرينګ په يو کېس کې د اصف علي زرداري او د هغه د خور فریال تالپور د هغه ضمانت موده غځولې وه چې دوی له بندې کېدو ساتي

نوموړې ګيله وکړه چې د حکومتي غړو احتساب نه کېږي: ((دوی زردراي صاحب او د پيپلز ګوند مشرتابه متنازعه کول غواړي. مقدمه پرې په مطبوعاتو کې روانه ده. دا څه قسم د تحقیقاتو ډلې دي؟ دوی سره د حکومت وزیران ټوله ورځ ملاقاتونه کوي او چارواکي بيا وايي چې د تحقیقاتو ډلو خپلواکه ده. دا د قوم سره ټوکې دي. آيا احتساب يوازې د اپوزېشن لپاره دی؟ موږ ته ووايئ چې تاسي د بل چا احتساب کړی دی؟))

د دسمبر په څلوروېشتمه د پاکستان چېف جسټس ثاقب نثار د مني لانډرينګ په يوه کېس کې اصف علي زرداري ته حکم کړی چې د دسمبر تر يودېرشمې پورې دې خپل ځواب ووايي. د پاکستاني مطبوعاتو د راپورونو له مخې د سپريم کورټ په پرېکړه کې ويل شوې چې د اومني ګروپ په نامه تجارتي کمپنۍ او په جعلي نومونو فعاليت لرونکو ځينو نورو سوداګرۍ شرکتونو د جعلي بېنک حسابونو له لارې د زرداري لګښتونو لپاره پېسې ورکولې.

د حساب ورکوونې په برخه کې د وزيراعظم عمران خان سلاکار، شهزاد اکبر د دسمبر په ۲۴مه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې د تحقيقاتي کمېټې رپورټ پر تعصب نه بلکې پر حقیقتونو ولاړ دی.

په داسې طریقې تورې پېسې وينځل شوې چې زه یې حېران کړی یم.
شهزاد اکبر

هغه د مثال په توګه د ځينو پېسو يادونه وکړه: ((پېسې اته څلوېښت ځلې له يوه اکاونټه بل ته لېږل شوې وې. دا د دې لپاره چې د لومړي بنيادي اکاونټ درک ورک شي. آن د بلاول هاوس په نامه په کراچۍ کې د زرداري کور يو نيم ميليون روپيوو بيلونه د جعلي بانکي اکاونټونو له لارې ورکړل شوي دي. د دولس اعشاريه اته مليونو د جازونو سفر لګښت دی. د مرمۍ ضد ګاډي هم د جعلي اکاونټ په مرسته اخیستل شوي دي.))

د پيپلز ګوند پر مشر آصف علي زرداري، د هغه پر خور او ځينو دوستانو د درغليوو په کېسونو کې څېړنې د پاکستان وفاقي تحقیقاتو ادرې، FIA پر غاړي دي. د پاکستان ډان ورځپاڼې د رپورټ ترمخه دغې ادارې له عدالته غوښتې چې په دې مقدمه کې د تورنو کسانو له ملک څخه د وتلو مخنيوي لپاره دې يو حکم وکړي نو دوی به یې نومونه په ايکزيټ کنټرول ليست کې واچوي. په دې لیست کې د هغو کسانو نومونه وي چې بهر ته سفر نه شي کولی.

XS
SM
MD
LG