د لاسرسي ځای

تازه خبر

اصف زرداري: ججان او قاضیان دې له سیاسي کړنو لاس واخلي


اصف علي زرداري
اصف علي زرداري

د پاکستان پيپلز ګوند مشر او پخواني ولسمشر آصف علي زرداري پر عدلیې نيوکې کړې او ويلي یې دي چې قاضيان يا ججان بايد له سياسي کړنو لاس واخلي.

زرداري دا څرګندونې د دسمبر پر ۱۵مه د سیند صوبې په حېدر اباد کې د پپلز ګوند یوې جلسې ته د وینا پر مهال کړې دي.

نوموړي د وینا په ترڅ کې د پاکستان پر چيف جسټس ثاقب نثار هم نيوکې وکړې او ويې ويل چې هغه بايد د خلکو هغه مقدمې فېصله کړي چې کلونو کلونه په عدالتونو کې روانې دي.

ولسمشر زرداري وویل ، “ کله يو ځای ته رسېږي او کله بل ځای ته چې دا سم نه دي روان او دا صحيح نه دي. ستا کار څه دی په دې کې؟ ته بايد هغه ۹ لکه کېسونه حل کړې چې په عدالتونو کې نښتي دي.”

اصف علي زرداري وویل ، “ ما اول هم ويلي او اوس هم وايم چې چا ته په آيين کې کومه دنده سپارل شوې، هم هغه بايد وکړي او په نورو کارونو کې دې کار نه لري.”

چيف جسټس ثاقب نثار تر اوسه د اصف زرداري د دې نیوکو په غبرګون کې لا څه نه دي وي.

چيف جسټس ثاقب نثار ، په دې ورستیو کې ځینې داسې ګامونه اخیستې پر کومو چې په ځانګړې توګه د اپوزېشن یو شمېر سیاستوالان نیوکې کوي.

چيف جسټس ثاقب نثار یو پلو په ملک کې د ډېمونو جوړولو لپاره کمپاین او فنډ غونډول پیل کړي او بل پلو بېلا بېلو روغتونو او نو نورو ادارو ته دورې کوي او پر حکومت نیوکې کوي.

د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري مطبوعاتو ته ويلي چې اپوزېشن سياستوال له حساب ورکولو ويريږي، ځکه داسې بيانونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG