د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لورالايي د سکرو په کان کې چاودنه، درې وژل شوي


دا په ۲۰۱۱ز کال د کوټې سورن رېنج د یوه کان تصویر دی.
دا په ۲۰۱۱ز کال د کوټې سورن رېنج د یوه کان تصویر دی.

کوټه - د بلوچستان د لورالايي (بوري) په څماولنګ سیمه کې د سکرو په کان کې په چاودنه کې درې کان کنونکي وژل شوي دي.

د کوټې شمال ختیځ لور ته نېږې ۳۰۰ کلومیترو په واټن د دوکۍ په څماولنګ سیمه کې د ډېسېمبر پر ۲۷مه سهار هغه مهال د سکرو په یو کان کې چاودنه وشوه چې پېنځه کانکنونکي په کار بوخت ول.

په سیمه کې د ځایي خبریالانو په وینا، تر پېښې وروسته یو شمېر کانکیندونکي د مرستو لپاره د پېښې ځای ته رسېدلي او تر پېنځه ساعتونو وررسته یې د درو کار کوونکو مړي ایستلي او دوه ورک دي.

د بلوچستان د سکرو اتحادیې یوه مشر بخت نواب مشال راډیو ته وویل چې د بلوچستان په بېلا بېلوبرخو کې د سکرو په کانو کې اکثر داسې پېښې کېږي خو حکومت ته په کار دی چې د کار کوونکو د حفاظت لپاره ځانګړې ګامونه پورته کړي.

په پاکستان کې د سکرو د کانو کارکوونکو د اتحادیې مشر سلطان لالا وايي، د حکومت له لوري د حفاظت لپاره قانون شته خو پر عمل نه کېږي.

په بلوچستان صوبه کې د سکرو یا کویلې تر۸۰۰ زیات کانونه دي.

د سرکاري چارواکو په خبره په دې کانو کې تر ۴۰ زره زیات مزدوران کار کوي چې اکثریت يې د خیبر پښتونخوا او افغانستان د بېلا بېلو سیمو دي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG