په افغانستان کې چارواکي وايي که ګاونډي هېوادونه له طالبانو سره خبرې کوي نو دوی بايد خبر وساتي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري د ډېسېمبر پر ۲۶مې مشال راډيو ته وويل چې په وروستيو کې طالبانو له ايرانيو، روسيو او امريکايي چارواکو سره خبرې کړې دي.
طالبانو د ډېسېمبر پر ۱۷مه او ۱۸مه په ابوظبۍ کې د متحده عرب اماراتو، سعودي عرب، پاکستان او له امريکايي چارواکو سره د سولې په اړه خبرې وکړې.
ايرانيو چارواکو ويلي چې طالبان تهران ته هم ورغلي ول.
خو دې وسله والې ډلې له افغان چارواکو سره له لیدو انکار کړی.