د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وروسته تر دې چې د ډېسېمبر پر۲۶مه په یوه ناڅاپي سفر عراق ته لاړ او هلته یې له امریکایي پوځیانو سره ولیدل، بېرته واشنګټن ته په لاره د ډېسېمبر پر۲۷مه په جرمني کې د امریکایي ځواکونو په یوه اډه کې تم شو او هلته یې هم له امریکایي ځواکونو سره ولیدل.
د ټرمپ الوتکه د تېلو د اخیستو لپاره د جرمني د رامشټاین په هوایي اډه کې راښکته شوه.
په یو شمېر تصویرونو کې لیدل کېږي چې ټرمپ له یو شمېر سرتېرو سره روغبړ کوي.
ولسمشر ټرمپ د ډېسېمبر پر ۲۶مه د بغداد په لوېدیځ کې د الاسد په نوم هوایي اډې ته تللی و. په دغه سفر کې له ولسمشر ټرمپ سره د هغه مېرمن میلانیا هم ملګرې ده.
تر دې وړاندې پر ډونالد ټرمپ له دې کبله انتقادونه کېدل چې ولسمشرۍ ته تر رسېدو راهیسې یې په هېڅ جګړهییزه سیمه کې د خپلو ځواکونو لیدنه نه ده کړې.
شاو خوا ۵ زره امریکایي پوځيان په عراق کې دېره دي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې جګړه کې د عراق د سیمهییزو امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي.
ولسمشر ټرمپ پرون وویل چې له عراقه د خپلو پوځیانو د کمولو پلان نه لري او له عراقه کولای شي په شام کې د داعش وسلهوالو پر وړاندې د بریدونو لپاره د یوې اډې په توګه کار واخلي.
ټرمپ تېره اوونۍ اعلان وکړ چې له شامهدوه زره امریکایي سرتېري باسي.