پراګ - سپینې ماڼۍ له شامه د امریکایي ځواکونو د ایستلو امر لاسلیک کړی دی.
د امریکا پوځ یو ویاند د ډېسېمبر ۲۳مې شپې مهال، د فرانسې خبري اژانس ته د دې د لاسلیکولو پخلی کړی دی.
د دفاع وزارت چارواکو سي این این ته هم د دې تصدیق کړی.
یوه بل چارواکي سي این این ته ویلي چې د دفاع تلونکي وزیر جېمز میتیس هاغه فرمان لاسلیک کړې.
امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ډیسمبر پر ۱۹ مه پر ټوېټر په ویډیوي پیغام کې ویلي ول چې په شام کې یې د اسلامي دولت د ترهګرۍ ډلې په ضد جګړه ګټلې او له هاغه هیواده ټول امریکایي پوځونه باسي.
بلخوا د فرانسې ولسمشر اېمانول مکرون، د ولسمشر ټرمپ پر پرېکړه خواشیني څرګنده کړې ده.
نوموړي د ډېسېمبر پر ۲۳مه په افریقايي هېواد چاډ کې يوه خبري کنفرانس ته وويل: "ټول متحدان بايد پر يو، بل اعتماد ولري."
د امريکا دفاع وزير جېمز مټېس د ولسمشر ټرمپ د دې پرېکړې له کبله د پنجشنبې پر ورځ استعفا وکړه.
تر دې دوه ورځې وروسته د داعش پر ضد د امريکا د تشکيل شوي نړيوال اېتلاف لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي برېت مګورک هم استعفا وکړه.
ګڼو پوځي رهبرانو ويلي چې له شامه د امريکايي ځواکونو وتل به د هغه هېواد له عرب او کورد ملګرو سره خیانت وي.