د لاسرسي ځای

تازه خبر

لیبیا کې د بهرنیو چارو پر وزارت برید، درې وژل شوي، ۲۰ ژوبل


د لیبیا د بهرنیو چارو وزارت وانۍ.
د لیبیا د بهرنیو چارو وزارت وانۍ.

د ډېسېمبر پر ۲۵مه، د لیبیا په پلازمېنه طرابلس کې د بهرنیو چارو پر وزارت برید شوی دی.

په دې پېښه کې درې تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۰ ټپیان شوي دي.

د وزارت مخې ته لومړی له چوونکو توکو ډک ګاډي کې چاودنه وشوه او ورپسې درو وسله والو پر ودانۍ ډزي پیل کړې.

د راپورونو له مخې، دوه بریدګر ودانۍ ته ورننوتل او هلته یې ځانمرګې حملې وکړې.

چارواکي وايي، درېیم بریدګر له امنیتي ساتونکو سره په نښته کې ووژل شو.

په لیبیا کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت د پېښې غندنه کړې ده.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG