د لاسرسي ځای

تازه خبر

شاه محمود قرېشي نن له روسي چارواکو سره خبرې کوي


شاه محمود قریشي د سیمې سفر له کابله پیل کړ او لومړی یې هلته له خپل افغان سیال صلاح الدین رباني سره ولیدل
شاه محمود قریشي د سیمې سفر له کابله پیل کړ او لومړی یې هلته له خپل افغان سیال صلاح الدین رباني سره ولیدل

پراګ - پاکستانۍ رسنۍ وايي، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ډېسېمبر ۲۵مې شپې ناوخته د روسیې پلازمېنې مسکو ته ورسېد.

د پاکستان چارواکي وايي، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي افغانستان، ایران، چین او روسیې ته د سفرونو مقصد خپل منځي تعلقات او سیمه ییزه همکاري لا نوره زیاتول او د افغانستان سولې لپاره پر تازه هڅو خبرې کول دي.

د پاکستان سرکاري رېډیو د قریشي په حواله لیکلي چې افغانستان، ایران او چین ته د سفر پرمهال د هغو هېوادونو چارواکو ورسره د افغانستان سولې لپاره د پاکستان هڅې منلې دي.

تر دې وړاندې نوموړې د ډېسېمبر پر ۲۵مه په بيجنګ کې له خپل چينايي سيال وانګ يي سره ليده کاته وکړل.

دواړو چارواکو د چين او پاکستان پر اړيکو سربېره د سيمه ييزې همکارۍ زياتولو او همداراز د افغانستان د روغې جوړې په تړاو پر پېل شويو نويو هڅو خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې تر مخه، دواړو خواو هوډ څرګند کړ چې د سيمې د امنيت او ثبات لپاره به ګډه تګلاره جوړوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د ډېسېمبر له ۲۴مې د سيمې د څلورو هېوادونو، افغانستان، ايران، چين او روسيې د سفرونو لړۍ پېل کړې.

قرېشي د خپل سفر په لومړي پړاو کې د ډېسېمبر پر ۲۴مه لومړی کابل او بیا پر هم هغه ورځ تهران ته سفر وکړ.

نوموړي په کابل کې له خپل افغان سيال صلاح الدين رباني او وروسته د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره وليدل. قرېشي له افغان چارواکو سره په خبرو کې هوډ څرګند کړ چې حکومت به يې افغان طالبان د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته کښېنوي.

په اسلام اباد کې خبريال او شنونکی طاهر خان وايي، د افغان سولې په تړاو دا مهال تر ټولو لوی چېلنج د طالبانو له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېنول دي.

"له پاکستانه په دې برخه کې زياتې تمې کېږي. همدا علت و چې د افغان سولې لپاره د امريکا استازی زلمی خليلزاد په ابوظبۍ کې له افغان طالبانو سره تر ليدنې وروسته پاکستان ته ولاړ او د هغه هېواد د پوځ له مشر سره يې وکتل. تر دې وروسته د افغان چارواکو لخوا ځينې سخت بيانونه هم مخې ته راغلل."

طاهر خان زياتوي د قرېشي د سفرونو يو عمده هدف همدا دی چې له افغان حکومت سره د طالبانو د سولې خبرو ته د اماده کولو په برخه کې د ګاونډيو او سيمه ييزو هېوادونو ملاتړ تر لاسه کړي. د نوموړي په وينا د سيمې د هېوادونو يو دريځ مخې ته راغلی و چې د افغان ستونزې سياسي حل ته بايد پاملرنه وشي او امريکا هم همدغه لاره غوره کړې ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په تېرو ۱۰ ورځو کې کابل ته دوه ځلې سفر وکړ. د

پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فیصل ويلي، افغان او پاکستاني چارواکي په کابل کې په ليدنو کې پر دې سلا شوي چې د سولې پروسه پرمخ يوسي او له خپلمنځي اړيکو او تجارت سره پر تړلو موضوعاتو د خبرو لړۍ ته دوام ورکړي.

شاه محمد قريشي د ډېسېمبر پر ۲۴مه له کابله، تهران ته ولاړ او هلته يې له خپل ايراني سيال محمد جواد ظريف سره وليدل.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير په توګه دا ايران ته د قرېشي لومړی رسمي سفر وو.

XS
SM
MD
LG