د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او چين په افغان سولې پروسه کې د همکارۍ ژمنتيا وکړه


Afghanistan Pakistan China
Afghanistan Pakistan China

پراګ - اسلام اباد او بيجنګ يو ځل بيا ژمنتيا ښودلې چې د افغان سولې او بيا پخلاينې په پروسه کې به بشپړه همکاري کوي. دا ژمنتيا نن [ډېسېمبر ۱۵مه] د پاکستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو په کابل کې تر درې اړخيزې غونډې وروسته خبرې غونډې ته د وينا پر مهال وکړه او زياته يې کړه چې دوی نه يوازې د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې پروسې ملاتړ کوي بلکې پر وسله والو طالبانو هم غږ کوي چې په دې پروسه کې برخه واخلي.

د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو نن په کابل کې د درې اړخیزې غونډې پر مهال پر افغانستان سربېره د سيمې پر وضعيت هم خبرې وکړې. د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي او د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يې پر درې اړخیزې همکارۍ، خپلمنځي اعتماد، او د سیمه ايزي پراختیا او اقتصاد په برخه کې د همکارۍ او له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې په اړه هم خبرې وکړې.

صلاح الدين رباني
صلاح الدين رباني

د خبرې غونډې پر مهال صلاح الدين رباني وويل چې په افغان سولې پروسه او په دغه هېواد کې د امنيت په برخه کې د پاکستان رول ډېر ارزښت لري. نوموړي د خبرې غونډې پر مهال له پاکستانه غوښتنه وکړه چې په افغان سولې پروسه کې عملي اقدامات وکړي. رباني پر دې سربېره په افغان سوله کې د چين رول هم مهم وګاڼه او زياته يې کړه چې په افغانستان کې سوله پر ټولې سيمې مثبت اغېز کولای شي.

شاه محمود قرېشي
شاه محمود قرېشي

خبرې غونډې ته د وينا پر مهال د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وويل چې دوی په افغانستان کې د سولې طرفداره دي. نوموړي زياته کړه چې پاکستان او افغانستان بايد د بې باورۍ فضا له منځه يوسي او نور په ماضي کې پاتې نه شي او نه هم پر يوبل تورونه ولګوي بلکې اوس وخت راغلی چې د باور په فضا کې د پرمختګ، خوشحالۍ او سولې پر لور سفر وکړل شي. نوموړي دا هم وويل چې په پاکستان کې امنيت په افغانستان کې له سولې او امنيت سره تړلی دی.

وانګ يې
وانګ يې

خبرې غونډې ته د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يې وويل چې چين راضي دی چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړيکو په ښه کولو کې مرسته او همکاري وکړي. د درو واړو هېوادونو تر منځ سلا شوې چې د ترهګرۍ پر ضد به مبارزه جدي کېږي. نوموړي پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې په افغان سولې پروسه کې ګډون وکړي. وانګ يې پر دې مهال غوښتنه وکړه چې د درو واړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو تر منځ بله دا ډول غونډه بايد په اسلام اباد کې وشي.

د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د ۲۰۱۷م کال په ډېسېمبر مياشت کې په بيجنګ کې خپله لومړۍ درې اړخیزه غونډه کړې وه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير کابل ته د خپل سفر پر مهال له افغان ولسمشر اشرف غني او اجرايوي مشر عبدالله عبدالله سره هم ملاقاتونه وکړل او پر افغان سولې سربېره يې پر دوه اړخېزو اړيکو بحث وکړ.

XS
SM
MD
LG