د لاسرسي ځای

تازه خبر

زلمی خلیلزاد افغان حکومت ته د ابوظبۍ غونډې معلومات ورکوي


خلیلزاد تر دې مخکې هم له افغان ولسمشر غني سره لیدلي
خلیلزاد تر دې مخکې هم له افغان ولسمشر غني سره لیدلي

کابل - د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ابوظبي تر غونډې وروسته پاکستان او بیا د ډېسېمبر ۱‍۹مې شپې مهال کابل ته ولاړ، چې له طالبانو سره د خبرو جزییات له ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره شریک کړي.

له دې سره د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د مخامخ خبرو درېیم پړاو پرته له کومې موافقې پای ته ورسېد، خو دواړو لورو د ابوظبي د لیدنې د پایلو په اړه خوشبیني څرګنده کړې او بل ځل ناستې ته تیار شوي دي.

دا معلومه نه‌ ده چې بل دور خبرې به کله کېږي؟ خو د متحده عرب اماراتو دولتي خبري اژانس وام د ډېسېمبر پر ۱۹مه لیکلي چې د دې خبرو څلورم پړاو به په ابوظبۍ کې وي، خو نور معلومات یې نه‌ دي ورکړي.

دغه خبري اژانس په ابوظبۍ کې درې ورځنۍ خبرې ګټورې او مثبتې بللې دي.

خپله زلمي خلیلزاد هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې ده د متحده عربي اماراتو، افغانانو او له نړیوالو شریکانو سره په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د افغانانو ترمنځ د مکالمې یا خبرو اترو په اړه ګټورې غونډې لرلې.

د ابوظبۍ په غونډه کې د طالبانو د استازو یوه غړي سي. بي. اېس نیوز ته ویلي چې پر یو شمېر مسایلو بحث شوی چې د راتلونکې غونډې په اجنډا کې به بیا شامل وي.

دی وایي په خبرو کې څه ځانګړې پرېکړه و نه شوه.

وسله‌ والو طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې خبرې له افغانستانه د ناټو ځواکونو پر وتلو چې د طالبانو له مهمو غوښتنو یوه ده، د طالب بندیانو پر خوشې کېدو او په هوایي بمباریو کې د ولسي وګړو پر مرګ ژوبلې متمرکزې وې.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند رابرټ پلادینو د ډېسېمبر پر ۱۹مه په واشنګټن کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې د ابوظبۍ غونډه د امریکا د هغو هڅو یوه برخه ده چې د افغانستان د جګړې د ختمېدو لپاره‌ یې کوي.

نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې د دوی پوځي ماموریت مشروط دی او د امریکا د ستراتېژۍ اساسي برخه جوړوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند رابرټ پلادینو په یوه خبري غونډه کې
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند رابرټ پلادینو په یوه خبري غونډه کې

دی وايي:

"زه نه‌ شم کولای د ډېپلوماټیکو بحثونو د جزییاتو په اړه څه ووایم، خو په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور مشروط پاتې شوی او دا د امریکا د ادارې د ستراتېژۍ اساسي برخه ده. د امریکا ځانګړی استازی د افغانستان د خلکو او حکومت په نېږدې همکارۍ له ټولو ښکېلو خواو سره بحثونو ته دوام ورکوي چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو ته لار هواره کړي."

امریکایي چارواکو په پرله‌ پسې ډول پر پاکستان او سعودي عرب ټینګار کړی چې پر طالبانو فشار راوړي چې مخامخ خبرو ته حاضر شي.

د ابوظبۍ تر غونډې وروسته زلمي خلیلزاد د چارشنبې پر ورځ، کابل ته تر تګ مخکې پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره ولیدل.

واشنګټن ټینګار کوي چې د سولې هر ډول جوړجاړی باید د افغانانو ترمنځ وشي، خو طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو انکار کړی دی.

XS
SM
MD
LG