د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو وايي، د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه پرېکړه چې د شام نه خپل ټول ځواکونه وباسي، د اسراییلو د هغو هڅو مخه نشي نیولی چې غواړي په شام کې د ایران د دایمي حضور مخه ونیسي.
نوموړي د دسمبر پر ۲۳مه په یو بیان کې وویل، له شامه د ۲۰۰۰ امریکايي سرتېرو د ایستلو پرېکړه د دوی دوامداره پالیسي نشي بدلولی. نتنیاهو وايي، دوی په شام کې د ایران د پوځي پیاوړتیا د مخنیوي په موخه به خپلو هڅو ته دوام ورکوي او تر هغه ځایه چې لازمه وي، دوی به هلته خپل فعالیت پراخوي.
د دسمبر پر ۱۹مه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حیرانونکي اعلان چې له شامه خپل ټول سرتیري بیرته غواړي، په پراخ ډول مخالفت وشو. امریکايي ځواکونه له ۲۰۱۵ کال راهېسې هلته موظف دي او د اسلامي دولت وسله والې ډلې خلاف د شامي عربو او کردي جنګیالو د ایتلاف ملاتړ کوي.