د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې ضمني بلدیاتي ټاکنې وشوې


په سوات کې ضمني بلدیاتي ټاکنې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:43 0:00

په سوات کې ضمني بلدیاتي ټاکنې

پېښورـ په خيبر پښتونخوا کې د ضلعي کونسل لپاره په ۵۲ او د ټاون او تحصیل کونسل لپاره په ۳۲ خالي څوکیو د ضمني بلدیاتي ټاکنو لړ کې رایې واچول شوې.

د ډېسېمبر ۲۳مې پر سهار اته بجې د رایو ورکولو پروسه پیل شوه چې د مازیګر تر څلورو بجو پورې یې دوام وکړ.

په پيښور کې د تحصیل کونسل لپاره پرشپږ څوکیو ټاکنې وشوې. دا ټاکنې د پېښور په سکندر پوره، اخون اباد، یکه توت، لنډي ارباب او شېخ محمدو کې وشول.

د پاکستان سرکاري میډیا وايي، په ۲۲ ضلعو کې د ضمني بلدیاتي ټاکنو لپاره شاوخوا ۱۲۵۰ پولېنګ مرکزونه جوړ شوي ول. الېکشن کمېشن اټکل کړی وو چې له ۱۵ لکو زیات کسان به په دغو ټاکنو کې خپلې رایې وکاروي.

په پېښور کې د سوړ موسم له وجې د ورځې په پیل کې د رایه اچونکیو شمېره کمه وه خو بیا وروسته د ورځې په اوږدو کې د دوی شمېره زیاته شوه. د ټول پاکستان نه د ضمني بلدیاتي انتخاباتو پر مهال د کومې بدې پېښې راپور نه دی ورکړل شوی.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن وايي چې د دغو نتایجو پایلې به د ډېسېمبر پر ۲۴مه خپرېدل پیل شي.

XS
SM
MD
LG