د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلو کې به بلدیاتي او د صوبايي اسمبلۍ انتخابات وځنډېږي؟


د نور پاکستان په څېر په قبایلو کې هم د قامي اسمبلۍ انتخابات په جولای کې شوي ول
د نور پاکستان په څېر په قبایلو کې هم د قامي اسمبلۍ انتخابات په جولای کې شوي ول

پراګ - د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې اپوزیشن ویلي، د تحریک انصاف صوبايي او وفاقي حکومت په قبایلو کې د بلدیاتي نظام او هلته د بلدیاتي او صوبايي اسمبلۍ د انتخاباتو لپاره اقدامات نه کوي او ټولې چارې د ځنډ ښکار دي.

په اسمبلۍ کې د عوامي نیشنل ګوند یوه سیاستوال خوشدل خان د نومبر ۱۴مې پر مازیګر مشال راډیو ته وویل، داسې نه ښکاري چې حکومت به په ۲۰۱۹ز کال په قبایلو کې بلدیاتي او د صوبايي اسمبلۍ انتخابات وکړای شي.

د اپوزیشن سیاستوالان دا څرګندونې تر هغې وروسته کوي چې د نومبر پر نهمه، په قامي اسمبلۍ او سېنېټ کې د قبایلو استازو له وزیراعظم عمران خان سره ولیدل او هغه ورته د اصلاحاتي بهیر په اړه معلومات ورکړل.

تر غونډې وروسته په خیبر پښتونخوا د قبایلو ورګډولو چارو په اړه د حکومتي کاري ډلې یوه غړي او سېنېټر هدایت الله مشال راډیو ته ویلي ول چې انتخاباتي کمېشن به د ډېسېمبر تر لومړۍ اوونۍ پورې په قبایلو کې حلقه بندۍ مکملې کړي او بیا به د ۲۰۱۹ز کال په مارچ کې بلدیاتي او تر هغې وروسته په مې کې د صوبايي اسمبلۍ انتخابات وشي.

خو خوشدل خان وايي، حلقه بندۍ زیات وخت اخلي او دا چې د پښتونخوا حکومت د بلدیاتي ادارو په اړه په قانون کې بدلون غواړي، خو د دې هر څه لپاره نه پلان لري او نه یې اقدام کړی.

خوشدل خان زیاتوي چې د عوامي نیشنل ګوند استازو په بیا بیا د واکمن تحریک انصاف له سیاستوالانو څخه د قبایلي اصلاحاتو د عملي کولو په اړه پوښتنې کړې دي، خو هغوی ورته قانع کوونکی ځواب نه دی ویلی.

په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان او متحده مجلس عمل استازی مولانا جمال الدین هم تور پورې کوي چې د تحریک انصاف حکومت د قبایلو په اړه سم پلان نه لري او ترجیحات یې نه دي معلوم.

خو د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د اورکزیو استازی او د واکمن تحریک انصاف سیاستوال جواد حسین اورکزی د اپوزیشن تورونه ردوي او وايي، په قبایلو کې د حلقه بندیو چارې یې خپله څارلې دي.

اورکزی زیاتوي چې حکومت یې ژمن دی چې د راتلونکي کال تر نیمايي مخکې په قبایلو کې بلدیاتي ادارې کار پیل کړي او هلته د صوبايي اسمبلۍ انتخابات هم وشي.

د پاکستان پارلېمان، د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ او پخواني ولسمشر ممنون حسین د ۲۰۱۸ز کال د مې په وروستۍ اوونۍ کې اییني ترمیم منظور کړ چې ورسره قبایلي سیمې قانوناً په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې.

په جولای کې په انتخاباتو کې تر اکثریت تر لاسه کولو او په خیبر پښتونخوا او وفاق کې د حکومت تر جوړولو وروسته، تحریک انصاف ګوند د اصلاحاتو د عملي کولو بهیر پیل کړ.

XS
SM
MD
LG