د لاسرسي ځای

تازه خبر

"قبایلي ضلعو کې به د صوبايي اسمبلۍ ټاکنې د ۲۰۱۹ تر مې وړاندې وشي"


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ

اسلام اباد - د پاکستان وزیراعظم عمران خان د قبایلي ضلعو پارلماني استازو ته ویلي دي چې د فاټا اصلاحاتو عملي کول یې پیل کړي دي او ډېر ژر به د نورو صوبو غوندې اسانتیاوې د قبایلي ضلعو ولس ته هم ورکړل شي.

عمران خان د نمبر پر نهمه په اسلام اباد کې د قبایلي ضلعو له سنېټرانو او د قومي اسمبلۍ له غړو سره لیده کاته وکړل او هغوي ته په دې اړه مالومات وړاندې کړل شو چې د فاټا کاري ډلې تر اوسه څه کړي دي.

عمران خان یادې ډلې ته لارښوونه کړې چې په قبایلي ضلعو کې دې د صوبايي اسمبلۍ د انتخاباتو لپاره تیارۍ وکړي.

عمران خان غونډې ته ویلي چې له قومي مالیاتي کمېشن – این ایف سي – څخه قبایلي ضلعو ته د درې فیصده برخې ورکولو لپارهحکومت ګامونه پورته کوي.

عمران خان ویلي چې د قبایلي ضلعو د پرمختګ لپاره د لس کلنې منصوبې سر ته رسولو لپاره د خېبرپښتونخوا د وزیر اعلي په مشرۍ کې ځانګړې کمېټۍ هم جوړه کړل شوې ده.

د فاټا اصلاحاتو کاري ډلې غړي سېنېټر هدایت الله مشال راډیو ته وویل چې راتلونکي کال به حکومت په قبایلي ضلعو کې بلدیاتي او د صوبایي اسمبلۍ انتخابات کوي پر کوم چې د ده په وینا په چټکۍ کار روان دی.

سنېټر هدایت الله وویل: "د ۲۰۱۸م کال د دسمبر تر څلورمې نېټې به حلقه بندۍ وشي، د ۲۰۱۹م کال تر مارچ وروسته به هلته بلدیاتي ټاکنې کېږي او هم داسې به ۲۰۱۹م کال تر مې میاشتې په دې سیمو کې د صوبایي اسمبلۍ ټاکنې وشي."

د قبایلي ضلعو یو شمېر مشران او فعالان تور پورې کوي چې د دوي په وینا حکومت د دوي په سیمو کې د اصلاحاتو په عملي کولو کې له ځنډه کار اخلي.

د ال فاټا سیاسي اتحاد یو مخکښ نثار مومند مشال راډیو ته وویل: "په پاکستان کې چې څوک یو کار نه کول غواړي نو هغه کمېټیو ته حواله کړي او حکومت له فاټا سره هم داسې کړي دي."

خو د قبایلي ضلعو پر چارو نظر لرونکی خبریال شمس مومند وايي: "د حکومت له اقداماتو ښکاري چې فاټا اصلاحات عملي کول غواړي خو دا به لږ وخت اخلي."

ده وویل چې د قبایلي ضلعو خلک دا شکایت هم کوي چې حکومت پولیس ور ولي خو هلته د ورانو شوو سکولونو بیا رغولو په اړه فکر نه دی شوی.

د ده په وینا، حکومت باید دا ټول مشران په اعتماد کې واخلي چې بیا څوک ورباندې نیوکې نه کوي.

د جمعیت علمای اسلام فضل الرحمان ډلې د قبایلي ضلعو څانګې په یو بیان کې ویلي دي چې دوي به د روانې نومبر میاشتې له ۱۴مې پر دې سیمو ګرځي او د دوي په وینا ، د جبري انضمام پرضد به قبایل په اعتماد کې اخلي.

جمعیت علمای اسلام فضل الرحمان ډلې، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او یو شمېر نورو ډلو او قبایلي مشرانو د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا کې د شاملولو مخالفت کړی وو.

XS
SM
MD
LG