د لاسرسي ځای

تازه خبر

دیمیتري پیسوکف: روس د بي بي سي خپرونو قانوني حثیت څېړي


ديمیتري پیسکوف
ديمیتري پیسکوف

په روس کې د میډیا د نظم اداره - روسکوم نادزور - وايي دې ته ګوري چې د بي بي سي ورلډ نیوز چینل د روسي څانګې او ویب پاڼې قانوني حیثیت څه دی.

د ادارې بیان تر هغې وروسته مخې ته راغلی دی چې د میډیا د څارنې برتانیا مېشتې ادارې اف کام ویلي چې روسي چینل ار ټي ټیليویژن د غیر جانبدارۍ اصول له پامه غورځولي دي.

روسکوم نادزور د دسمبر پر ۲۱مه په یو بیان کې ویلي چې د پلټنو مقصد یې دا معلومول دي چې ایا د بي بي سي کار له روسي قوانینو سره سم دی که څنګه؟

یوه ورځ مخکې اف کام وویل چې ار ټي ټيلي وژن روان کال په اوو خپرونو کې د بې طرفۍ له اصولو سرغړونه کړې ده.

د روس د ولسمشر د دفتر ویاند دمتري پسکوف په ماسکو کې خبریالانو ته وویل روسکوم نادزور دا ګام د اف کام د څرګندونو په غبرګون کې اخیستی دی.

بي بي سي ویلي د غیرجانبدار خبر ورکولو په لړ کې ټول کار یې له روسي قوانینو سره سم دی.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG