د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د ۱۴ هغو کسانو د پانسۍ د سزا تایید کړی دی چې پوځ یې مهم ترهګر بولي.
د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې ای ایس پي ار د جمعې پر ورځ په بیان کې ویلي چې دغو کسانو ته د پانسۍ سزا پوځي عدالتونو اورولې وه.
بیان لیکي چې پر سزا وارو کسانو د ترهګرۍ، د بې ګناه انسانو وژنې تر څنګ د پاکستان پر پوځ او امنیتي ادارو د بریدونو تورونه وو.
په بيان کې ويل شوي چې دغو کسانو په بيلا بيلو بريدونو کې د ۱۳ پوځيانو په ګډون ۱۶ کسان وژلي او ۱۹ نور يې ژوبل کړي وو.
مخکې د روانې میاشتې پر ۱۶مه هم د پوځ مشر د ۱۵ وسله والو د مرګ سزا تاييد کړې وه