په شمالي وزیرستان کې د پټرول پمپونو مالکانو د احتجاج په توګه د پنجشنبې ورځې راهیسې کاربندیز اعلان کړی.
دوی وايي، په پوځي عملیاتو کې ورته د ۵۶ کروړه روپیو تاوانونه رسیدلي خو حکومت يې پوره کولو ته غاړه نه ږدي.
په شمالي وزیرستان کې چارواکیو ویلي چې د تاوانونو په اړه يې مالومات له اړوندو چارواکیو سره شریک کړي، خو تراوسه حکومت په دغه اړه څه پالیسي نه ده جوړه کړې.
د سیمې ډپټي کمشنر هم د ډېسېمبر پر ۲۱مه په دغه اړه د پمپونو د مالکانو سره ویني.