د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت وايي د بلوچستان ۲۰ ضلعې وچکالۍ ځپلې دي


د کورنیو چارو وزیر وايي وچکالۍ د سیمې کروندګرۍ او باغدارۍ ته زښت زیان اړولی دی
د کورنیو چارو وزیر وايي وچکالۍ د سیمې کروندګرۍ او باغدارۍ ته زښت زیان اړولی دی

کوټه - د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر وايي، د صوبې ۲۰ ضلعې او له یو لاکه زیاتې کورنۍ اوږدمهاله وچکالۍ ځپلې دي.

سلیم کوسه د ډېسېمبر ۱۹مې پر ماښام، د وزیراعلا جام کمال په مشرۍ د وچکالۍ اثراتو په اړه تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، د بلوچستان زیاتره برخې له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې د بارانه له کمښت سره مخامخې دي چې له کبله یې کروندګرۍ او باغدارۍ ته زښت زیان اوښتی دی.

ده وویل، حکومت له وچکالۍ ځپلو سره مرستې پیل کړې دي: "دې مقصد لپاره د ټولو ضلعو (ولسوالیو) [انتظامي مشرانو یعنې] ډېپټي کمېشنرانو ته لیکل شوي چې هغوی دې ژر تر ژره حکومت ته [د وچکالۍ د اغېز] په اړه خپل رپورټ ورکړي."

کوسه وویل، د ملګرو ملتونو ادارې هم په ۱۴ ضلعو کې د وچکالۍ د اثراتو او تاوانونو په اړه سروې ته دوام ورکړی.

ده زیاته کړه چې حکومت په بیړني ډول په ځپل شویو سیمو کې د خلکو د روغتیايي خدماتو بهیر پیل کړی دی، ټولو روغتونونو ته درمل او ډاکتران لېږدول شوي او په لرې پرتو سیمو کې وړیا طبي کیمپونه لګول شوي دي.

د کورنیو چارو صوبايي وزیر سلیم کوسه خبریالانو ته وویل چې په حکومتي غونډه کې د اعلا وزیر په مشرۍ د ځپل شویو د مرستو لپاره د خپلواکه ادارې جوړېدل منظور شوي.

ده زیاته کړه چې حکومت پرېکړه کړې چې سمدستي به ۵۰ کروړه روپۍ د اغېزمنو سیمو انتظامي مشرانو ته ورکړي چې له ځپل شویو سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG