د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې داعش کمزوری شوی دی: رحیمي


د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي.

افغان امنیتي چارواکو وايي چې داعش ‌ډله یې کمزوې کړې او د وسله والو پر ضد یې عملیات روان دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د وسله‌ والو مخالفانو په وړاندې تهاجمي عملیات چټک شوي چې په دغه جریان کې داعش وسله وال هم ځپل شوي دي.

رحیمي د ډېسېمبر پر ۱۹مه، مشال راډيو ته وویل چې دا مهال یوازې د افغانستان په درې ولایتونو کې تر یوه بریده داعش حضور لري.

نوموړي زیاته کړه:​ "په ځانګړي توګه د داعش په اړه باید درته و وایم، هغه عملیات چې د افغانستان د دښمنانو پر ضد ترسره شوي، په پایله کې یې د دغې ډلې رېښې ایستل شوي، دا مهال یوازې په ننګرهار، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې داعش کم حضور لري، خو وبه ځپل شي."

رحیمي وویل چې په تېرو شلو ورځو کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې سل په سلو کې زیاتوالی راغلی او په خبره یې هڅې کېږي چې د داعش په ګډون وسله والو مخالفان له منځه یو وړل شي.

داعش څو کاله وړاندې د ننګرهار په ولایت کې سر راپورته کړ، خو ډېر ژر دغې ډلې په جوزجان، فاریاب او یو شمېر نورو ولایتونو کې په فعالیت لاس پورې کړ.

په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونو په کور دننه او بهر له یو لړ غبرګونونو سره مله وو، په ځانګړي توګه ایران او روسیې د دوی د فعالیتونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

خو افغان حکومت ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې د مېشتو د نړیوالو ځواکونو په همکاري به په‌ دغه هېواد کې داعش وځپي.

که څه هم د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون رئیس نثار احمد غوریاني د داعش په وړاندې د افغان حکومت له هڅو ستاینه کوي، خو وايي چې اوس هم په یو نه یو ډول دغه ډله په افغانستان کې فعالیت لري.

وموړي زیاته کړه:​ "په ټولیز ډول داعش په افغانستان کې له‌ منځه نه‌ دی تللی او څو ولسوالۍ اوس هم د داعش په لاس کې دي، هغه ادعا چې کېږي هغه سل په سلو کې درستې نه‌ دي، افغان امنیتي ځواکونه تازه هڅې کوي چې دغې ډلې ته قوي ضربې ورکړي او انشاءالله ژر به وتوانېږو چې د داعش رېښه وباسو."

غوریاني وايي چې داعش له خطرناکو ترهګري ډلو څه ده او له هرې ممکنې لارې چې کېږي دغه ډله باید په افغانستان کې له منځه یو وړل شي.

نوموړي د داعش له لوري روسیې او ایران ته متوجې ګواښ په کتو تاکید کوي چې دغه دواړه هېوادونه باید د داعش په ځپلو کې له افغان حکومت همکاري دریغ نه کړي.

راپور: رحمت الله افغان

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG