د پېسو نړېوال صندوق د اوکراین لپاره د ۳،۹ اربو ډالرو د پور یوې لوظنامې منظوري ورکړه.
دا د ولسمشر پېترو پورو شېنکو لپاره د راروان کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو وړاندې یوه بریا هم ده.
د ډېسمبر پر ۱۸مه د دغه اعلان ترمخه تمه ده چې د پور لومړی قسط ۱،۴ اربه ډالره به د روانې میاشتې په ۲۵مه نېټه اوکراین ته ورکړل شي.
د دغه ادارې ترمخه اوکراین ته د پور ورکولو دوه نور قسطونه به د راروان کال په مې او د نومبر په میاشتو کې ورکول کېږي.
ای اېم اېف په ۲۰۱۷م کال کې له دغه هېواد سره خپل امداد د درغلیو د ختمولو او د زیاتو اقتصادي اصلاحاتو په سمه توګه د نه عملي کولو له وجې ځنډولای وو.
ولسمشر پورو شېنکو په یو بیان کې ویلي د یو لوی نړیوالې مالي ادارې لخوا د داسې فېصلو راتللو سره به یې د هېواد پرمختګ او استحکام یقیني شي او دا به د داخلي او بهرني چېلنجونو د مخنیوي په لړ کې د اوکراین د مضبوطوالي سبب وګرځي.