د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د ډاکټر ابراهیم خلیل د تښتولو ضد کاربندیز دوام لري


ډاکټر ابراهیم خلیل.
ډاکټر ابراهیم خلیل.

د بلوچستان ډاکټرانو د ډېسمبر پر ۱۹مه په دویمه ورځ هم د کوټې په ګډون د صوبې د زياترو لویو ښارونو په روغتونونو کې کاربنديز اعلان کړی دی.

د بلوچستان د ډاکټرانو اتحاديه وايي چې دا کاربنديز يې د خپل تښتول شوي ملګري ډاکټر ابراهيم خليل د خوشي کولو لپاره د ډېسمبر پر ۱۸مه پیل کړی دی.

د کاربندیز پر مهال که څه هم ناروغان له يو شمېر ستونزو سره مخامخ دي خو د ډاکټرانو د یوې کمېټۍ مشر ډاکټر کلیم الله مندوخېل پرون مشال راډیو ته ویلي چې د کاربندیز پر مهال به د روغتونونو ځینې بېړنۍ څانګې خلاصې وي.

ډاکټر ابراهیم خلېل د ډېسمبر پر ۱۳مه ماښام هغه وخت د ناڅرګندو وسله والو کسانو لخوا وتښتول شو چې د کوټې په ماډل ټاون سيمه کې له یوه شخصي روغتونه کور ته پر لار و.

په کوټه کې تر دې وړاندې هم ځینې ډاکټران تښتول شوي چې بيا وروسته د پېسو په بدل کې خوشي کړل شوي دي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG