د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا حکومت په سکولونو کې دویم شفټ پیلوي


په خېبر پښتونخوا کې تعلیمي ادارې.
په خېبر پښتونخوا کې تعلیمي ادارې.

د خېبر پښتونخوا حکومت اعلان کړی چې د صوبې په سکولونو کې به د ورځې په دوېم وخت کې هم تعلیم ورکول کېږي.

د یادې صوبې د تعلیم د څانګې مشر محمد فرید خټک په دې هکله د ډېسېمبر پر ۱۷مه ماښام مشال راډیو ته وویل چې د دې مقصد لپاره به ۶۵۰۰۰ زره نوي استادان هم اخیستل کېږي.

د انساني حقونو د څار نړیوالې ادارې (هیومن رایټس واچ) د تازه رپورټ ترمخه په پاکستان کې دوه کروړه او ۲۵ لکه ماشومان له تعلیمه بې برخې دي، دا راز په خېبر پښتونخوا کې شاوخوا ۳۲ لکه ماشومان له سکولونو بهر دي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG