د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت وايي ، له طالبانو سره له خبرو اترو ښه تمه لري


عبدالله عبدالله او زلمی خلیلزاد
عبدالله عبدالله او زلمی خلیلزاد

د افغانستان حکومت وايي د دسمبر په ۱۷مه د پاکستان په منځګړتوب د طالبانو سره له مذاکراتو د ښو نتيجو تمه لري.

اجرايه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله يو وياند، فرېدون خوځون بيګا مشال راډيو ته وويل هيله لري چې دا ځل به پاکستان له اخلاصه کار وکړي او پر طالبانو به خپل اثر رسوخ وکاروي.

د جمعې په ورځ د پاکستان وزیراعظم عمران خان په پېښور کې وويل چې د دسمبر په ۱۷مه به د دوی په مرسته جوړې شوې غونډه کې طالبان او افغان چارواکي سياسي روغې جوړې ته رسېدو لپاره مذاکرات وکړي. د دې خبرو او غونډې نور تفصيل نه دی ورکړل شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG