د فرانس حکومت نن د ډېسېمبر پر ۱۵مه په پاريس کې د زېړ واسکټو [يلو وېسټ] په نوم د احتجاجونو د مخنيوي لپاره په زرګونه پولیس سرتیري ځای په ځای کړي دي.
په فرانس کې د تیرې څه مودې راهيسې د زېړ واسکټو په نوم مظاهرچیانو د ټېکسونو او بیو لوړیډو پر ضد احتجاجونه پېل کړي دي.
حکومتي چارواکیو په وار وار مظاهرچیانو ته د احتجاجو د ختمولو خواستونه کړي دي.
د فرانس ولسمشر ایمانول مېکخوا تر قهرجنو مظاهرو وروستو په ټېکسونو او معاشونو کې د رعایتونو ورکولو اعلان هم کړی خو د مظاهرو منتظمین وايي د خپلو حقونو د دفاع لپاره به نن [ډېسېمبر ۱۵مه] بیا لارو کوڅو ته راوزي.