د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاز: د افغانستان کراري د پاکستان امن دی


په چارشنبه په اسلام اباد کې د امریکا سفارت په یوه بیان کې ويلي چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د سفر پر مهال دا خبره تکرار کړې چې د افغانستان سوله او کراري د پاکستان او سيمې د تلپاتي امن لپاره ډېر ضروري دی.

بيان زياتوي چې خليلزاد له پاکستانیو چارواکیو سره پر دې غږېدلی چې څنګه د افغان جګړې تلپاتې سياسي حل راوتلی شي.

بلخوا د پاکستان سرکاري رسنۍ وايي چې د پاکستان بهرنيو چارو وزير شا محمود قريشي په سېشنبه له زلمی خلیلزادسره په ملاقات کې وويل چې هېواد به يې د خبرو له لارې د افغان جګړې د هواري په را-اېستلو کې خپل رول لوبوي.

خو په اسلام اباد کې موجود د پاکستان پخوانی ډپلوماټ اياز وزير وايي تر هغو د افغانستان په سوله کې د پاکستان همکاري نه شي ترلاسه کېدلای چې د اسلام اباد او کابل پر يوبل باور نه وي پېدا شوی.

د نوموړي په خبره د دې لپاره ضروري ده چې پاکستان او افغانستان د يوبل اندېښنې لیرې کړي:

''له پاکستانه تمه کېږي چې پر خپله ځمکه د طالبانو ځايونه ختم کړي يا د هغوی مشران له خپلې خاورې وباسي او له افغانستانه بيا دا تمه کيږي چې د پاکستان خلاف خپله ځمکه استعمالېدو ته پرېنږدي.''

اياز وزير زياتوي په داسې حال کې چې په افغانستان کې پارلېماني ټاکنو ته لس ورځې او ولسمشرۍ انتخاباتو ته شا و خوا څه باندې شپږ مياشتې پاتې دي نو زلمی خلیلزاد به هڅه کوي چې پاکستان دې ته چمتو کړي چې له افغان دولت سره طالبان د سولې خبرو ته کښېنوي.

خو په کابل کې د سياسي چارو پو حکمت عظمي وايي د افغان سولې په لار کې خنډونه ډېر او چانسونه کم دي:

''خليلزاد به ضرور له پاکستانه غواړي چې د طالبانو اصلي استازي د سولې خبرو ته کښېنوي خو مالومه نه ده چې اسلام اباد به دا کار وکولی شي او که نه.''

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په سېشنبه پاکستان ته تر تلو مخکې د یکشنبې پر ورځ په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وليدل او هغه ته یې باور ورکړ چې د امریکا حکومت او ولس د افغان سولې بهیرملاتړ کوي.

تمه ده چې زلمی خلیلزاد به په افغانستان کې د سولې لپاره د هڅو په ترڅ کې متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عرب ته هم ولاړ شي.

په دې اړه نور رپورټونه لانډې لوستلای شئ.

XS
SM
MD
LG