یوه ورځ وروسته تر دې چې د یمن په جګړه کې ښکېلې خواوې په حدیده بندر کې په اوربند سلا شوې، پرون [ډېسېمبر ۱۴مه] بیا په دې سیمه کې وسله والې نښتې پیل شوې.
روېټرز خبري اژانس د حدیدې بندر د اوسېدونکو په حواله وايي چې د دې سیمې په ختیځه برخه کې د توغندیو او خودکاره وسلو ډزې اورېدل کېږي.
حدیده بندر د حوثیانو په کنټرول کې دی چې ایران يې ملاتړ کوي. دا سيمه د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلافي ځواکونو له څو اوونیو راهیسې کلابند کړې ده.
د یمن د جګړې د پای ته رسولو لپاره په سویډن کې د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د سولې خبرې د ډېسېمبر پر ۱۳مه پای ته ورسېدې.